سوره النحل (مچۍ) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۲۵

لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۙ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ 25 ٢٥

د دې لپاره چې دوى خپل پېټي پوره پورته كړي د قیامت په ورځ او د هغو خلقو له پېټو نه (هم) چې دوى يې په جهالت سره ګمراه كوي، خبردار شئ! بد دى هغه څیز چې دوى يې باروي (۲۵)

تفسیر
نو عاقبت د دوی د اخري انجام به دا شي چې بار به کړي ګناهونه خپل پغیر له کمي نه، او بار به کړي د بعضې د ګناهونو د هغو کسانو نه چې دوی بې لارې کړي د اسلام دین نه د ناپوهۍ او تقلید د وجې نه، نو څومره زیات دی بدوالی د هغو بارولو د ګناهونو خپلو او د ګناهونو د خپلو پیرویانو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ