سوره النحل (مچۍ) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۲۷

ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ ۚ قَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ 27 ٢٧

بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى رسوا كوي او وايي به: زما هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به د هغوى په باره كې مخالفتونه كول؟ وبه وايي هغه كسان چې علم ورته وركړ شوى دى: بېشكه په نن ورځ كې رسوايي او بدي په كافرانو باندې ده (۲۷)

تفسیر
بیا به د قیامت په ورځ سپک کړي دوی لره الله تعالی په عذاب سره، او وبه يې شرموي، او ورته به ووايې: څه شول شریکان زما هغه چې تاسې شریکان کول زما سره په بندګۍ کې، او تاسې به زما د پیغمبرانو او د مومنانو سره د هغوی په وجه دښمني کوله؟ وبه وايې هغه حقپرست علماء: بیشکه رسوايې او عذاب د قیامت د ورځې خامخا واقع کیدونکی دی په کافرانو باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ