سوره النحل (مچۍ) (آیت 28)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۲۸
الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ ۖ فَأَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوءٍ ۚ بَلَىٰ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبضوي، په داسې حال كې چې دوى په خپلو ځانونو ظلم كوونكي وي، نو دوى به روغه (تسليمي) وړاندې كړي چې مونږ هېڅ بد عمل نه كاوه، ولې نه! بېشكه الله ښه پوه دى په هغو عملونو چې تاسو به كول (۲۸)
تفسیر
هغه کسان دي چې اخلي به ساګانې د هغوی ملک الموت او د هغه ملګري د ملاېکو نه او حال دا چې دوی پوښلي ځانونه خپل په ظلم سره په کفر کولو په الله تعالی باندې، نو دوی غاړه کیښوده تسلیم شول په دوی باندې د مرګ د راتللو د وجې نه، او دوی انکار وکړ، د هغه کفر او ګناهونو څخه چې دوی پکې وو؛ د دوی دا ګومان و چې ګویا کې دا انکار به دوی ته فایده ورسوي، نو دوی ته به وویل شي: تاسې دروغ وايې، بیشکه تاسې کافرانو وئ ګناهونه مو کول، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغو عملونو چې تاسې په دنیا کې کول، په هغه باندې د دې نه هیڅ شي پټ نشي پاتي کیدلی، او خامخا به درله پرې سزا درکوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: