سوره النحل (مچۍ) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۲

يُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنْذِرُوا أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا فَاتَّقُونِ 2 ٢

هغه په خپل حكم ملايك له وحي سره نازلوي په هغه چا باندې چې يې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې، چې تاسو (خلق) خبردار كړئ، په دې خبره چې بېشكه شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر زه یم، نو تاسو له ما نه ووېرېږئ (۲)

تفسیر
رالیږي الله تعالی ملاېکې په وحې سره د خپلې فیصلې مطابق په هغه چا چې ويې غواړي د خپلو رسولانو څخه: دا چې وویروئ -ای پیغمبرانو- خلک د الله تعالی سره د شرک کولو نه، نو نشته په حق سره لایق د بندګۍ مګر زه یم، نو زما څخه وویریږئ -ای خلکو- په عملي کولو د حکمونو زما او په ځان ساتلو زما له نواهیو څخه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ