سوره النحل (مچۍ) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۳۱

جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاءُونَ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْزِي اللَّهُ الْمُتَّقِينَ 31 ٣١

چې د همېشه اوسېدلو جنتونه دي چې دوى به هغو ته داخلېږي، د هغو له لاندې ولې بهېږي، د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، همدارنګه الله متقیانو ته بدله وركوي (۳۱)

تفسیر
جنتونه د اوسیدلو او د ارامتیا دي دوی به ورته ورننوځي، بهیږي به لاندې د ماڼیو او د ونو د هغو ویالې، دوی لره به په دې جنتونو کې هغه څه وي چې د دوی نفسونه يې غواړي د خوراکونو او څښاک او نورو شیانو څخه، او د دې بدلې په شان چې الله تعالی يې د محمد صلی الله علیه وسلم د امت څخه متقیانو ته ورکوي د پخوانیو امتونو متقیانو ته به هم ورکولی شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ