سوره النحل (مچۍ) (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۳۳

هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَنْ تَأْتِيَهُمُ الْمَلَائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ أَمْرُ رَبِّكَ ۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَٰكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ 33 ٣٣

دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا د رب حكم راشي، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو او الله پر هغوى ظلم نه و كړى او لېكن هغوى په خپلو ځانونو ظلم كاوه (۳۳)

تفسیر
انتظار نه کوي دا مشرکین دروغجن ګڼوونکي مګر د دې خبرې چې راشي دوی ته ملک الموت او د هغه ملګري د ملاېکو نه د دوی د ساه ګانو د اخیستلو او د دوی د مخونو او شاګانو دوهلو لپاره، او یا راشي دوی ته د الله تعالی حکم په بیخ کندۍ کولو د دوی سره په عذاب باندې په دنیا کې؟ د دې کار په شان کار چې د مکې مشرکانو په مکه کې کاوه د دوی نه مخکې مشرکینو هم کاوه نو الله تعالی هغوی هلاک کړل، او په دوې يې ظلم نه و کړی کله چې يې هلاکول، بلکې دوی په خپلو ځانونو باندې ظلم کاوه په وروستلو د هغوی ځایونو د هلاکت ته په الله تعالی باندې په کفر کولو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ