سوره النحل (مچۍ) (آیت 41)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۴۱

وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً ۖ وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ 41 ٤١

او هغه كسان چې د الله لپاره يې هجرت كړى دى وروسته له دې چې ظلم پرې وكړى شو خامخا هرومرو به مونږ دوى ته په دنیا كې ښه ځاى وركړو او یقینًا د اخرت اجر تر ټولو لوى دى، كه چېرې وى دوى چې پوهېدى (۴۱)

تفسیر
او هغه کسان چې پریښودي يې دي خپل کورونه او خپلې کورنۍ او خپل مالونه او هجرت يې کړی د کفري ملک نه اسلامي ملک ته لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی وروسته د دې نه چې کافرانو ورته عذابونه ورکړي و او په دوی يې تنګسیا راوستلې وه خامخا به ورکړو مونږ دوی لره په دنیا کې داسې کور چې دوی به پکې عزتمند وي، او خامخا ثواب د اخرت ډیر لوی دی ځکه چې د هغه ثواب څخه جنت هم دی، که چیرته د هجرت نه پاتي کیدونکو ته د مهاجرینو ثواب معلوم وی نو هیڅکله به د هجرت څخه نه وی وروسته شوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ