سوره النحل (مچۍ) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۴۲

الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ 42 ٤٢

هغه كسان چې صبر يې كړى دى او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي (۴۲)

تفسیر
دا هجرت کوونکي د الله تعالی په لار کې خاص همدوی هغه کسان دي چې صبر ئې کړی د خپلو قومونږ په تکلیفونو او په جداوالي د خپلو کورنیو او وطنونو، او د الله تعالی په تابعدارۍ يې صبر کړی، او خاص هم دوی یواځې په خپل رب باندې اعتماد کوي په خپلو ټولو کارونو کې، نو الله تعالی دوی ته دا لویه بدله ورکړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ