سوره النحل (مچۍ) (آیت 43)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۴۳

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ ۚ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ 43 ٤٣

او مونږ له تا نه مخكې نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ هغوى ته وحي كوله، نو تاسو له اهلِ علمو نه تپوس وكړئ كه چېرې تاسو یئ چې نه پوهېږئ (۴۳)

تفسیر
او مونږ نه دي لیږلي مخکې ستا نه -ای پیغمبره- مګر سړي د انسانانو نه وحي مو کوله هغوی ته، نو مونږ هیڅکله د ملاېیکو څخه پیغمبران نه دي لیږلي، او دا زمونږ همیشنۍ طریقه ده، او که چیرته تاسې د دې نه انکار کوئ نو بیا پوښتنه وکړئ د پخوانیو کتابونو والا نه تاسې ته به خبر درکړي چې بیشکه پیغمبران انسانان وو، او ملاېکې نه وې، که چیرته تاسې په دې نه پوهیږئ چې ګویا کې دوی انسانان وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ