سوره النحل (مچۍ) (آیت 53)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۵۳

وَمَا بِكُمْ مِنْ نِعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ 53 ٥٣

او په تاسو چې څه نعمت شوى دى، نو د الله له طرفه دى، بیا چې كله تاسو ته ضرر درورسېږي، نو خاص هغه ته زاري كوئ (۵۳)

تفسیر
او په تاسې چې څومره نعمتونه دي -ای خلکو- که دیني دي او یا دنیوي نو دا ټول یواځې د الله پاک څخه دي نه د بل چا څخه، نو بیا چې کله تاسې ته څه مصیبت او مرض او ولږه ورسیږي نو یواځې هغه ته په دعا سره عاجزي کوئ؛ د دې لپاره چې ستاسې څخه هغه مصیبت لرې کړي چې تاسې ته دررسیدلی، نو هغه څوک چې نعمتونه ورکوي او مصیبتونه لری کوي هغه ذات لره واجب دي چې یواځې یې بندګي وشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ