سوره النحل (مچۍ) (آیت 56)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۵۶

وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ ۗ تَاللَّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُونَ 56 ٥٦

او دوى د هغه څه لپاره چې په هېڅ نه پوهېږي؛ برخه مقرروي په هغه څه كې چې مونږ دوى ته وركړي دي، قسم دى په الله چې خامخا له تاسو به هرومرو پوښتنه كېږي، د هغه څه په باره كې چې تاسو به دروغ تړل (۵۶)

تفسیر
او جوړوي دا مشرکان خپلو هغو بتانو لره چې په هیڅ هم نه پوهیږي -ځکه چې هغه جمادات دي، او هیڅ فایده او نقصان چاته نشي رسولی- یوه برخه د خپلو هغو مالونو څخه چې مونږ دوی ته ورکړي، په دې سره دوی هغو ته ځان نږدې کوي، قسم په الله تعالی خامخا به ستاسې څخه پوښتنه کیدلی شي-ای مشرکینو- د قیامت په ورځ د هغه ګمان باره کې چې تاسې کاوه چې دا بتان د بندګۍ حقدار دي، او دا چې هغوی لره ستاسې د مالونو نه برخه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ