سوره النحل (مچۍ) (آیت 57)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۵۷
وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ ۙ وَلَهُمْ مَا يَشْتَهُونَ
او دوى د الله لپاره لوڼه مقرروي، هغه پاك دى، او د دوى لپاره دي هغه څه چې دوى يې خوښوي (۵۷)
تفسیر
او نسبت کوي دا مشرکین الله تعالی ته د لورګانو، او دوی دا عقیده لري چې دا ملاېکې دي، نو هغه ته د اولاد نسبت کوي، او داسې څه ورله اختیاروي چې د خپلو ځانونو لپاره يې نه خوښوي، پاک دی الله تعالی د هغه څه نه چې دوی ئې ورله مقرروي د دې بچو نه، او د ځان لپاره هغه څه مقرروي چې د دوی نفسونه يې غواړي د نارینو بچو نه، نو کومه یوه ګناه ډیر لویه ده د دې څخه؟!.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: