سوره النحل (مچۍ) (آیت 59)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۵۹

يَتَوَارَىٰ مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ ۚ أَيُمْسِكُهُ عَلَىٰ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ 59 ٥٩

له خلقو څخه پټ ګرځي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړى شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي، یا هغه په خاورو كې ومنډي، خبردار شئ! بد دي هغه څه چې دوى يې فیصله كوي (۵۹)

تفسیر
پټیږي د خپل قوم نه د بد خبر له وجې نه چې دې ته پرې زیری ورکړی شوی د پیدایښت د لور نه، خپل ځان سره سوچ او فکر کوي: چې آیا وساتي دې لور لره سره د شرم او سر ټیټۍ نه او که یا يې ژوندۍ ښخه کړي، نو په خاورو کې به يې پټه کړي؟ څومره بده ده هغه فیصله چې دا مشرکین يې کوي، کله چې دوی د خپل رب لپاره د هغه څه فیصله کوي چې د خپل ځان لپاره يې بد ګڼي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ