سوره النحل (مچۍ) (آیت 64)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۶۴
وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ ۙ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
او مونږ په تا باندې كتاب نه دى نازل كړى مګر د دې لپاره چې ته دوى ته هغه ښه واضحه كړې چې دوى په هغه كې اختلاف كړى دى۔ او د هغه قوم د هدایت او رحمت لپاره چې ایمان لري (۶۴)
تفسیر
او مونږ نه دی نازل کړی په تا باندې -ای پیغمبره- قرآن کریم مګر د دې لپاره چې ته تشریح کړې ټولو خلکو ته هغه چې دوی پکې اختلاف کوي د توحید او د بیرته راژوندي کیدلو او د شریعت د احکامو نه، او دا چې قرآن کریم هدایت او رحمت دی ایمان لرونکو لره په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو باندې، او په هغه څه چې په دې قرآن کریم کې دي، نو خاص دوی هغه څوک دي چې په حق باندې فایده اخلي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: