او د كجورو او انګورو له مېوو څخه، تاسو له دغو نه نشه كوونكي او ښكلى رزق جوړوئ، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي (۶۷)
تفسیر
او ستاسې لپاره پند او عبرت دی په هغه رزق کې چې مونږ يې تاسې ته درکوو د میوو د کجورو نه او د میوو د انګورو نه، نو تاسې جوړوئ د دې نه د نشې شیان چې عقل ختموي، او دا ښه کار نه دی، او تاسې جوړوئ د دې نه ښایسته خوراکونه چې تاسې پرې فایدې اخلئ لکه کجورې (خرما) او وڅکې (ممیز) او سرکه او شربتونه، یقینا په دې ذکر شوو شیانو کې خامخا دلیل دی د الله تعالی په قدرت او د هغه په انعام په خپلو بندګانو باندې د هغه قوم لپاره چې عقل لري، نو خاص هم دوی هغه کسان دي چې عبرت اخلي.