سوره النحل (مچۍ) (آیت 70)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۷۰

وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ ۚ وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَىٰ أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لَا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ 70 ٧٠

او الله تاسو پیداكړي یئ، بیا به هغه تاسو وفات كوي او په تاسو كې ځینې هغه دي چې ډېر خوار ژوندون ته ورګرځولى شي، د دې لپاره چې له علم نه بعد په هېڅ شي پوه نشي، بېشكه الله ښه عالم، ښه قادر دى (۷۰)

تفسیر
او الله تعالی تاسې پیدا کړي یاست پغیر د مخکني مثال نه، بیا به تاسې مړه کوي کله چې ستاسې د ژوند مقرره نیټه پوره شي، او ځنې ستاسې نه هغه دي چې د هغه عمر د ژوند ډیرې بدې مرحلې ته ورسیږي چې هغه بوډاوالی دی، نو هیڅ نه پوهیږي په هغه څه چې دا پرې مخکې پوهیده، بیشکه الله تعالی پوهه دی هیڅ شی پرې د خپلو بندګانو د عملونو څخه پټ نشي پاتي کیدلی، قدرت لرونکی ذات دی هیڅ شي یې نشي عاجز کولی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ