سوره النحل (مچۍ) (آیت 72)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۷۲

وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ ۚ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ 72 ٧٢

او الله تاسو لپاره ستاسو له جنسه جوړې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې ستاسو له جوړو نه زامن او لمسي پیدا كړي دي او تاسو ته يې د پاكیزه څیزونو څخه روزي دركړې ده، ایا نو په باطل باندې دوى ایمان راوړي او د الله په نعمت سره دوى كفر كوي (۷۲)

تفسیر
او الله تعالی پیداکړي تاسې لره -ای خلکو- ستاسو د جنس نه بیبیاني چې تاسې مطمئن کیږئ او خوشحالیږئ په هغوی سره، او ستاسې لپاره يې ستاسې د بیبیانو نه بچي او لمسي پیداکړي، او تاسې لره يې رزق درکړی د خوراکي شیانو نه -لکه غوښه او دانې او میوې- پاکې د هغو نه، نو آیا دا خلک په باطلو شیانو د بوتانو څخه ایمان راوړي، او د الله تعالی په هغو ډیرو نعمتونو چې دوی يې شمیرلی هم نشي ناشکري کوي او د الله تعالی شکر نه ادا کوي داسې چې یوازې په هغه ایمان راوړي؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ