سوره النحل (مچۍ) (آیت 78)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۷۸

وَاللَّهُ أَخْرَجَكُمْ مِنْ بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ ۙ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 78 ٧٨

او الله تاسو د خپلو میندو له خیټو نه راووېستئ، په داسې حال كې چې په هېڅ شي نه پوهېدلئ او تاسو ته يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ (۷۸)

تفسیر
او الله تعالی تاسې راویستلي یاست -ای خلکو- ستاسې د میندو د خیټو نه وروسته د ختمیدلو د مودې د حمل نه ماشومان چې په هیڅ هم نه پوهیدلئ، او تاسې لره يې غوږونه پیدا کړي چې شیان پرې واورئ، او سترګي د دې لپاره چې شیان پرې ووینئ، او زړونه يې درله پیداکړي د دې لپاره چې پوهه پرې حاصله کړئ؛ امید دی چې تاسې به د هغه شکر ادا کړې د هغو نعمتونو په وجه چې په تاسې يې کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ