سوره النحل (مچۍ) (آیت 79)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۷۹

أَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا اللَّهُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 79 ٧٩

ایا دوى مرغانو ته نه دي كتلي چې د اسمان په فضا كې مسخر كړى شوي دي، دوى لره نه ساتي (له غورځېدلو نه) مګر الله، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې ایمان راوړي (۷۹)

تفسیر
آیا دا مشرکان نه ګوري مرغانو ته چې تابع کړی شوي او تیار کړی شوي د الوتلو لپاره په هوا کې د هغو وزرونو او نرمې هوا په وجه چې الله تعالی دوی ته ورکړي، او الله تعالی دوی ته ښودنه کړې د راټولولو د خپلو وزرونو او د هغې د غوړولو، نه ټینګوي دوی لره په هوا کې د راغورځيدلو نه مګر یواځې الله تعالی قادر ذات، یقینا خامخا په دې تابع کیدلو او راټینګولو کې د راغورځیدلو نه دلیلونه دي د عبرت د هغه قوم لپاره چې په الله تعالی ایمان لري؛ ځکه چې هم دوی هغه کسان دي چې په دلیلونو او عبرتونو فایده اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ