سوره النحل (مچۍ) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۷

وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَىٰ بَلَدٍ لَمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ الْأَنْفُسِ ۚ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ 7 ٧

او دوى ستاسو درانه بارونه پورته كوي هغه ښار ته چې تاسو هغه ته رسېدونكي نه وئ مګر د ځانونو په مشقت سره، بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى (۷)

تفسیر
او پورته کوي دا څاروي چې مونږ تاسو لره پیداکړي درانه بارونه ستاسې په سفرونو کې داسې ښارونو ته چې نه یاستئ تاسې رسیدونکي دغو ښارونو ته مګر په ډیر لوی مشقت د نفسونو سره، بیشکه رب ستاسې -ای خلکو- خامخا زیات شفقت والا دی، مهربانه دی په تاسې داسې چې تاسو لره يې دا څاروي مسخر کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ