سوره النحل (مچۍ) (آیت 84)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۸۴

وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ 84 ٨٤

او هغه ورځ چې مونږ به له هر امت نه یو ګواه راپورته كړو، بیا به هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى، اجازت نه وركولى شي او نه به له دوى نه د راضي كولو طلب كولى شي (۸۴)

تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې الله تعالی به د هر امت نه د هغوی پیغمبر راپاڅوي کوم چې دوی ته لیږل شوي وو ګواهي به کوي په ایمان د مومنانو د دوی نه او په کفر د کافرانو د دوی نه، بیا وروسته د دې نه به کافرانو ته د بهانې کولو اجازه نه شي ورکول کیدلی د هغه کفر نه چې دوی پکې وو، او دنیا ته به هم نشي ورګرځیدلی چې داسې عملونه وکړي چې د دوی رب ترې راضي شي، نو پس اخرت کور د حساب دی نه د عمل کولو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ