سوره النحل (مچۍ) (آیت 86)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۸۶

وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ أَشْرَكُوا شُرَكَاءَهُمْ قَالُوا رَبَّنَا هَٰؤُلَاءِ شُرَكَاؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُو مِنْ دُونِكَ ۖ فَأَلْقَوْا إِلَيْهِمُ الْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ 86 ٨٦

او كله چې مشركان خپل شریكان وویني، دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! دا زمونږ هغه شریكان دي چې مونږ به له تا نه غیر بلل، نو شریكان به دوى ته خبره وروغورځوي چې بېشكه تاسو یقینًا دروغجنان یئ (۸۶)

تفسیر
او کله چې مشرکین په اخرت کې خپل هغه معبودان وویني چې دوی يې پرته له الله تعالی نه بندګي کوله دوی به ووائې: ای ربه! دا زمونږ هغه شریکان دي چې مونږ يې پرته له تا بندګي کوله، دوی دا ځکه وویل چې د خپلو ګناهونو پیټي پرې وربار کړي، نو الله تعالی به د دوی معبودان ګویا کړي، نو دوی ته به په جواب کې ووايې: بیشکه تاسې -ای مشرکینو- خامخا دروغجنان یاست په بندګۍ ستاسې کې په شرک کولو سره د الله تعالی سره، نو نشته د هغه سره څوک شریک چې بندګي يې وشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ