سوره النحل (مچۍ) (آیت 89)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۸۹

وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِمْ مِنْ أَنْفُسِهِمْ ۖ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَىٰ هَٰؤُلَاءِ ۚ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ 89 ٨٩

او په هغې ورځې كې چې مونږ به په هر امت كې یو ګواه راپورته كړو د دوى په خلاف د همدوى له نفسونو نه او مونږ به تا په دوى باندې ګواه راولو او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې د هر شي لپاره واضحه بیان دى او هدایت او رحمت او زېرى دى د مسلمانانو لپاره (۸۹)

تفسیر
او یاده کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې راپورته به کړو مونږ په هر یو امت کې پیغمبر چې ګواهي به ورکوي پر دوی باندې د هغه کفر او یا ایمان چې دوی پکې وو، دا پیغمبر د دوی د جنس نه دی، او د دوی په ژبه خبرې کوي، او رابه ولو مونږ تالره -ای پیغمبره- ګواهي کوونکی په ټولو امتونو، او مونږ نازل کړی په تا باندې قرآن لپاره د بیان د هر هغه شي چې ضرورت لري بیان ته د حلالو او حرامو او د ثواب او سزا او نورو نه، او مونږ نازل کړی دې لره لپاره د ښودنې کولو د خلکو حق طرف ته، او رحمت دی د هغه چا لپاره چې ایمان يې پرې راوړی او عمل يې په هغه څه کړی چې په دې کې دي، او زیرې دی د ایمان راوړونکو لپاره په الله تعالی باندې په هغو همیشنیو نعمتونو چې دوی يې انتظار کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ