سوره النحل (مچۍ) (آیت 93)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۹۳

وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَٰكِنْ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۚ وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 93 ٩٣

او كه چېرې الله غوښتلى (نو) خامخا تاسو به يې یو امت ګرځولي وى او لېكن هغه ګمراه كوي څوك چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او خامخا ضرور به له تاسو نه تپوس كېږي د هغو عملونو په باره كې چې تاسو به كول (۹۳)

تفسیر
او که الله تعالی غوښتلی وی نو ګرځولي به يې وئ تاسې یو امت په حق باندې متفق، خو لیکن الله پاک ګمراه کوي چا لره چې وغواړي په بې لارې کولو د هغه د حق نه او د وفا کولو نه په لوظونو باندې په خپل عدل سره، او توفیق ورکوي چا لره چې وغواړي په خپل فضل او مهربانۍ سره دې کار ته، او خامخا پوښتنه به کیدلی شي ستاسې نه د قیامت په ورځ د هغه څه باره کې چې تاسې کول په دنیا کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ