سوره النحل (مچۍ) (آیت 94)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۹۴

وَلَا تَتَّخِذُوا أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا السُّوءَ بِمَا صَدَدْتُمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 94 ٩٤

او تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه مه جوړوئ، نو (ګنې) قدم به د هغه له ټېنګېدلو نه پس وښويېږي او تاسو به بدي وڅكئ، په سبب د هغه چې تاسو د الله له لارې نه بندول كړي دي او تاسو لپاره ډېر لوى عذاب دى (۹۴)

تفسیر
او تاسې مه ګرځوئ قسمونه خپل سبب د دوکې چې یو بل ته پرې دوکه ورکوئ، په دې سره تاسې د خپل خواهش تابعداري کوئ، نو ماتوئ دې قسمونو لره کله چې ئې وغواړئ، او پوره کوئ دې قسمونو لره کله چې ئې وغواړئ، نو که چیرته تاسې دا کار وکړئ نو ستاسې قدمونه به د سمې لارې نه وښوییږي وروسته د دې نه چې هغه په دې باندې کلک وو، او وبه څکئ عذاب په سبب د اوړیدلو ستاسې د الله تعالی د لارې نه، او په سبب د اړولو ستاسو نورو خلکو لره د دې لارې نه، او ستاسې لپاره به څو چنده عذاب دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ