هغه څه چې له تاسو سره دي هغه ختمېږي او څه چې له الله سره دي هغه باقي دي او خامخا ضرور به مونږ هغو كسانو ته په عوض كې د هغوى اجر وركړو چې صبر يې كړى دى د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول (۹۶)
تفسیر
هغه مالونه او خوندونه او نعمتونه چې ستاسې سره دي -ای خلکو- هغه ختمیدونکي دي او اګر که ډیر هم وي، او هغه بدلې چې د الله تعالی سره دي هغه پاتي کیدونکي دي، نو څرنګه تاسې دا ختمیدونکي نعمتونه په پاتي کیدونکو باندې غوره کوئ؟ او خامخا به مونږ بدله ورکوو هغه کسانو ته چې صبر يې کړی دی په خپلو لوظونو باندې او مات کړي يې نه دي ثوابونه د هغوی په ډیر ښایسته شکل د هغو نیکیو چې دوی کولی، نو مونږ به بدله ورکړو دوی ته د یوې نیکۍ د هغه په شان په لسو، تر اوه سوه چندونو پورې، تر ډیرو چندونو پورې.