سوره النحل (مچۍ) (آیت 97)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۹۷

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 97 ٩٧

چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول (۹۷)

تفسیر
چاچې وکړ نیک عمل د شرعې موافق که نارینه وي او که زنانه، او حال دا چې دا ایمان لري په الله تعالی باندې؛ خامخا ژوند به ورکړو مونږ دې لره په دنیا کې ژوند ښایسته په رضایت سره د الله تعالی په تقدیر او په قناعت سره او په توفیق ورکولو سره نیکیو ته، او خامخا بدلې به ورکړو مونږ دوی ته ثوابونه د دوی په اخرت کې په ښایسته بڼه د هغو عملونو چې دوی په دنیا کې کول د نیکو کارونو څخه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ