سوره النحل (مچۍ) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۹

وَعَلَى اللَّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَائِرٌ ۚ وَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ 9 ٩

او خاص په الله باندې د سمې لارې بیان دى او ځینې په دغو كې كږې دي او كه هغه غوښتلى (، نو) لازمًا به يې تاسو ټولو ته هدایت كړى و (۹)

تفسیر
او په الله تعالی باندې دی بیان د نیغې لارې چې د هغه رضا ته رسیدونکې ده او هغه اسلام دی، او بعضي د لارو نه هغه د شیطان لارې دي چې کږي دي د حق نه، او هره لاره بغیر د اسلام د لارې نه چې ده نو هغه کږه لاره ده، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې تاسې ټولو ته د ایمان توفیق درکړي نو خامخا به يې درکړی وی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ