سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 101)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۱۰۱
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَىٰ تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ ۖ فَاسْأَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ إِذْ جَاءَهُمْ فَقَالَ لَهُ فِرْعَوْنُ إِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا مُوسَىٰ مَسْحُورًا
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته نهه واضحې معجزې وركړې وې، نو ته له بني اسرائیلو نه پوښتنه وكړه كله چې هغه دوى ته راغى، نو هغه ته فرعون وویل: بېشكه زه خامخا ضرور په تا د جادو كړى شوي عقیده ساتم اى موسٰى! (۱۰۱)
تفسیر
او یقینا مونږ ورکړې وې موسی -علیه السلام- ته نهه ښکاره معجزې چې د هغه په پیغمبرۍ یې ګواهي کوله، او هغه دا وې: امسا او لاس او د قحط کلونه او کموالی د میوو او طوفان او ملخان او سپږې او چنګښې او وینه، نو ته پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- د یهودیانو څخه کله چې راتګ وکړ موسی -علیه السلام- د دوی مشرانو ته په دې معجزو سره، نو فرعون ورته وویل: یقینا زه ګومان کوم په تا باندې -ای موسی- د یو جادو کړی شوي سړي؛ ځکه چې ته نا اشنا نا اشنا شیان رواړې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: