سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 12)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۱۲
وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ ۖ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ ۚ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا
او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه محوه كړه او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېر او حساب وپېژنئ او هر شى، مونږ هغه ښه په تفصیل سره بیان كړى دى (۱۲)
تفسیر
او موږ شپه او ورځ دوې داسې نښانې پيداکړي دي چې د الله پر يووالي او ځواک دلالت کوونکي دي، ځکه په هغو دواړو کې په اوږدوالي او لنډوالي، ګرمايښت او يخنۍ کې يې توپير دی، نو شپه مو د آرامتيا او خوب لپاره تياره ګرځولې ده او ورځ مو رڼا ګرځولې ده، ترڅو د الله هغه روزي ولټوئ چې په خپله پېرزوينه يې درته ټاکلې ده او ترڅو يې پر يوبل پسې په راتګ د کلونو شمېر معلوم کړئ او د مياشتو، ورځو او ساعتونو هغه حساب چې اړتيا ورته لرئ، هرڅه مو څرګند بيان کړي دي، ترڅو شيان سره بېل شي او څوک چې پرحق دي له باطله څرګند شي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: