سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 29)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۲۹
وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَىٰ عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا
او مه كوه خپل لاس تر خپلې غاړې پورې تړل شوى او مه هغه غځوه، بېخي پوره غځول (ګنې) نو ملامت كړى شوى، پښېمانه شوى به كېنې (۲۹)
تفسیر
او مه بندوه لاس خپل د خرچ کولو نه، او زیاتی هم مه کوه په خرچ کولو کې، نو شې به ته ملامت کړی شوی خلک به دې ملامتوي ستا په بخیلۍ باندې که چیرته دې لاس د خرچ کولو نه بند کړ، او بند به شي د خرچ کولو نه ستا د اسراف د وجې نه، نو څه به درسره نه وي چې خرچ یې کړې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: