سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۳۴

وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُ ۚ وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ ۖ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا 34 ٣٤

او تاسو د یتیم مال ته مه نژدې كېږئ مګر په هغې طریقې سره چې هغه ترټولو ښه وي، تر هغه پورې چې هغه خپل د بلوغ حد ته ورسېږي او تاسو عهد پوره كوئ، بېشكه عهد دى پوښتل شوى (۳۴)

تفسیر
او تاسې تصرف مه کوئ په مال د هغه چا کې چې پلار یې وفات شوی وي د ماشومانو څخه مګر په هغه طریقه چې هغه ډیره برابره وي دې لره د زیاتیدو د مال نه او د ساتلو د هغه تر دې چې د دې یتیم عقل پوخ شي او ځوانۍ ته ورسیږي، او پوره والی کوئ په هغو لوظونو چې ستاسې او د الله تعالی ترمنځ دي، او په هغو لوظونو چې ستاسې او د هغه د بندګانو ترمنځ دي پغیر د ماتولو او نقصان کولو نه، یقینا الله تعالی به پوښتنه کوي د لوظ ورکوونکي نه د قیامت په ورځ: ایا په خپل لوظ یې وفا کړې نو ثواب ورله پرې ورکړي او که یا یې پرې وفا نده کړې نو عذاب به ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ