سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 41)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۴۱

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَٰذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُوا وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا نُفُورًا 41 ٤١

او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې مكرر بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (خو دغه بیان) دوى ته نه زیاتوي مګر تېښته (لرې والى) (۴۱)

تفسیر
او یقینا مونږ بیان کړي په دې قرآن کریم کې احکام او پندونه او مثالونه د دې لپاره چې خلک پرې پند واخلي، نو هغه لاره خپله کړي چې دوی ته فایده رسوي، او هغه لاره پریږدي چې دوی ته ضرر رسوي، او حال دا دی چې بعضې د دې خلکو نه داسې دي چې فطرتونه یې نسکور شوي نو نه زیاتي کیږي په دې سره مګر لرې والی د حق نه او بد ګڼل حق لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ