سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۴۶

وَجَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا ۚ وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِي الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْا عَلَىٰ أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا 46 ٤٦

او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې واچوو له دې نه چې دوى په ده پوه شي او د دوى په غوږونو كې كوڼوالى (پیداكړو)، او كله چې ته په قرآن كې يواځې خپل رب یاد كړې، نو دوى په خپلو شاګانو بېرته وګرځي، په داسې حال كې چې ترهېدونكي وي (۴۶)

تفسیر
او مونږ ګرځولي د دوی په زړونو باندې پردې تر دې چې په قرآن کریم باندې پوهه نشي، او مونږ ګرځولې د دوی په غوږونو کې دروندوالی تر څو د فایدې اخیستلو په اوریدلو سره قرآن کریم وانه وري، او کله چې ته یاد کړې ستا رب په قرآن کریم کې یواځې، او د هغوی ګڼل شوي معبودان یاد نه کړې دوی وګرځي په خپلو پوندو باندې، لرې کیدوونکي وي د توحید خالص کولو څخه الله تعالی ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ