سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 47)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۴۷
نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَسْتَمِعُونَ بِهِ إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ وَإِذْ هُمْ نَجْوَىٰ إِذْ يَقُولُ الظَّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَسْحُورًا
مونږ ښه پوه یو په هغه (نیت) چې دوى په هغه سره اورېدل كوي، كله چې دوى تا ته غوږ ږدي او كله چې دوى پټې مشورې كوي، كله چې دا ظالمان وايي: تاسو پیروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې جادو پرې شوى دى (۴۷)
تفسیر
مونږ ښه پوهیږو په طریقه د غوږ کیښودلو د دوی د مشرانو قرآن کریم ته، نو په دې اوریدلو سره هدایت نه غواړي، بلکې غواړي هسې سپک ګڼل او لغوه کارونه کول ستا د لو ستلو په وخت کې، او مونږ ښه پوهیږو په هغو پټو جرګو د دوی چې دوی یې کوي په باره د دروغ ګڼلو د قرآن کریم او په باره د منعه کولو د خلکو د هغه نه، کله چې دا پخپلو ځانونو باندې ظلم کوونکي په کفر سره وایي: تاسې تابعداري نه کوئ -ای خلکو- مګر د جادو کړی شوي سړي چې عقل یې ګډوډ شوی دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: