سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 55)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۵۵

وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِمَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِيِّينَ عَلَىٰ بَعْضٍ ۖ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا 55 ٥٥

او ستاسو رب ښه عالم دى په هغه چا چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږ ځینو نبیانو ته په ځینو نورو باندې فضیلت وركړى دى او مونږ داود ته زبور وركړى و (۵۵)

تفسیر
او رب ستا -ای پیغمبره- ښه پوهه دی په هغو چا چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او ښه پوهه دی د هغوی په احوالو او په هغه څه چې دوی یې حقدار دي، او یقینا مونږ غوره کړي بعضې د پیغبرانو نه په بعضو نورو په ډیروالي د تابعدارانو او په رالیږلو د کتابونو، او مونږ ورکړی و داود -علیه السلام- ته کتاب چې هغه زبور دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ