سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 56)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۵۶
قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِهِ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِيلًا
ته ووایه: تاسو هغه (معبودان) راوبلئ چې تاسو يې له هغه (الله) نه غير عقیده لرئ، نو دوى اختیار نه لري له تاسو نه د ضرر لرې كولو او نه يې د ګرځولو (۵۶)
تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: راوبلئ تاسې -ای مشرکینو- هغه کسان چې تاسې ګومان کاوه چې ګویا کې دوی حقدار د بندګۍ دي پرته له الله تعالی نه کله چې په تاسې څه تکلیف او مصیبت راشي، نو دوی وسع نه لري د لرې کولو د دې تکلیف او مصیبت ستاسې نه، او وسع نه لري د بدلولو د دې تکلیف بل چا ته د دوی د بې چارۍ د وجې نه، او څوک چې بې چاره وي نو هغه د بندګۍ حقدار نشي کیدلی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: