سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 59)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۵۹
وَمَا مَنَعَنَا أَنْ نُرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَنْ كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ ۚ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا ۚ وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا
او مونږ نه یو منع كړي له دې نه چې (د دوى د غوښتنې سره سم) معجزې ولېږو مګر دې خبرې چې اولنیو خلقو د دغو (معجزو) تكذیب كړى و او مونږ ثمود ته اوښه وركړه، چې ښكاره معجزه وه، نو هغوى له دې سره ظلم وكړ او مونږ معجزې نه رالېږو مګر د وېرولو لپاره (۵۹)
تفسیر
او مونږ نه دي پریښي رالیږل د حسي معجزو - هغه چې دلالت کوونکی وي په ریښتنولۍ د پیغمبر کومې چې مشرکینو غوښتلي وې لکه: د مړو ژوندي کول او نورې- مګر د دې وجې نه چې مونږ دا نازل کړې وې په پخوانیو امتونو نو هغوی دروغ وګڼلې دغه معجزې، نو یقینا مونږ ورکړي وه ثمودیانو ته غټه او ښکاره معجزه، چې هغه اوښه وه، نو هغوی کفر او انکار وکړ په هغې باندې نو مونږ په تلوار سره هغوی ته عذاب ورکړ، او مونږ نه رالیږو معجزې د پیغمبرانو په لاسونو مګر د ویرې ورکولو لپاره د هغوی امتونو ته؛ کیدای شي چې دوی غاړه کیږدي (مسلمانان شي).
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: