سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 69)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۶۹

أَمْ أَمِنْتُمْ أَنْ يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَةً أُخْرَىٰ فَيُرْسِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفًا مِنَ الرِّيحِ فَيُغْرِقَكُمْ بِمَا كَفَرْتُمْ ۙ ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِ تَبِيعًا 69 ٦٩

یا تاسو له دې نه په امان كې یئ چې په دغه (سمندر) كې مو بېرته په دوهم ځلې واپس كړي، نو پر تاسو باندې ماتوونكى سخت باد راولېږي، نو تاسو د كفر كولو په سبب غرق كړي، بیا به تاسو د خپل ځان لپاره زمونږ په ضد راپسې ګرځېدونكى ونه مومئ (۶۹)

تفسیر
او یا تاسې په امن کې یاست د دې نه چې الله تعالی مو بیرته دریاب ته وګرځوي، بیا به راولیږي په تاسې باندې سیلۍ سخته، نو غرق به کړي تاسې لره په سبب د ناشکرۍ ستاسې د الله تعالی په نعمت باندې هر کله چې یې تاسې لره اول ځل نجات درکړی و، بیا به تاسې بیا نه مومئ د ځان لپاره څوک پوښتنه کوونکی چې زمونږ څخه پوښتنه وکړي د هغه څه باره کې چې مونږ تاسې سره کړی ستاسې د مدد لپاره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ