سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 70)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۷۰
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا
او یقینًا یقینًا مونږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي، غوره كول (۷۰)
تفسیر
او یقینا مونږ عزت ورکړی اولادې د ادم ته په عقل سره او په سجده کیدو د ملاېکو د دوی پلار ته او داسې نورو، او مونږ مسخر کړي دوی لره هغه څه چې دوی باروي په وچه کې د چارپایانو او سورلو نه، او هغه چې دوی باروي په دریاب کې د کښتیو نه، او مونږ دوی ته رزق ورکړی د خوندورو خوراکونو او څښاکونو او نکاح ګانو او نورو څخه، او مونږ غوره کړي دوی په ډیرو زمونږ د مخلوقاتو نه په غوره والي ډیر سره، نو په دوی لازمه ده چې په دوی باندې د الله تعالی د نعمتونو شکر ادا کړي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: