سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 71)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۷۱

يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ ۖ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُولَٰئِكَ يَقْرَءُونَ كِتَابَهُمْ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا 71 ٧١

او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به ټول خلق (انسانان) سره له خپل امامه راوبلو، نو هغه څوك چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په خپل ښي لاس كې وركړى شو، نو دغه كسان به خپل كتاب (عمل نامه) لولي او په دوى به د كجورې د نري تار هومره ظلم (هم) نه كېږي (۷۱)

تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- په کومه ورځ چې اواز به وکړو مونږ هرې ډلې ته د هغوی په پیشوا باندې هغه چې دوی ورپسې په دنیا کې اقتدا کوله، نو هر چا ته چې ورکړی شوه عملنامه د هغه په ښي لاس نو دغه خلک به لولي خپلې عملنامې په داسې حال کې چې خوشحاله به وي، او د دوی د بدلو نه به هیڅ شي هم نشي کمیدلی، او اګر که دومره لږه نیکي هم وي په اندازه د هغه تار چې د کجورې د هډوکي په منځ کې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ