سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 73)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۷۳

وَإِنْ كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ ۖ وَإِذًا لَاتَّخَذُوكَ خَلِيلًا 73 ٧٣

او بېشكه شان دا دى چې دوى نژدې وو چې تا له هغه (قرآن) نه واړوي چې مونږ تا ته وحي كړى دى، د دې لپاره چې ته پر مونږ باندې له دې (قرآن) نه غیر راوتړې او په دغه وخت كې به دوى ته دوست نیولى وى (۷۳)

تفسیر
او یقینا نږدې وه چې دې مشرکینو ته اړولی وې -ای پیغمبره- د هغه قرآن کریم نه چې مونږ یې تا ته وحې کړی ده؛ د دې لپاره چې ته دروغ جوړ کړې په مونږ باندې پرته له قرآن کریم نه هغه چې د هغوی د خواهشاتو سره مناسب وي، او که تا کړی وی هغه څه چې دوی غوښتلي و د دې کارونو نه نو خامخا دوی به ته خپل خاص دوست جوړکړی وې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ