سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 76)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۷۶

وَإِنْ كَادُوا لَيَسْتَفِزُّونَكَ مِنَ الْأَرْضِ لِيُخْرِجُوكَ مِنْهَا ۖ وَإِذًا لَا يَلْبَثُونَ خِلَافَكَ إِلَّا قَلِيلًا 76 ٧٦

او بېشكه شان دا دى چې دوى قریب وو چې تا خامخا له دې ځمكې نه وخوځوي، د دې لپاره چې تا له دې نه وباسي او په دغه وخت كې به دوى له تا نه وروسته درنګ (وخت) نه وى تېر كړى مګر ډېر لږ (۷۶)

تفسیر
او یقینا نږدې وو دا کافران چې په تکلیف کړي تا لره په دښمنۍ د دوی ستا سره د دې لپاره چې تا د مکې نه وباسي، خو لیکن الله تعالی دوی بند کړل ستا د ویستلو نه تر دې چې تا د خپل رب په امر هجرت وکړ او که ته چیرته دوی ویستلی وې د مکې نه نو دوی به ستا د ویستلو نه وروسته په دې کې نه وو پاتي شوي مګر لږ وخت.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ