سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۷

إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ ۖ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا ۚ فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا 7 ٧

كه تاسو نېكي وكړئ (نو) د خپلو ځانونو لپاره به نېكي وكړئ او كه چېرې تاسو بدي وكړئ، نو د همدغو (نفسونو) لپاره ده، نو كله چې د اخري ځل وعده راغله (نو مونږ پر تاسو باندې نور بنده ګان مسلط كړل)، د دې لپاره چې ستاسو مخونه بد وران كړي او د دې لپاره چې جومات ته داخل شي لكه څنګه چې اول ځلې ده ته داخل شوي وو، او د دې لپاره چې هلاك او تباه كړي هر هغه شى چې دوى پرې غالب شي، سخت هلاكول (۷)

تفسیر
که تاسې ښایسته کړئ -ای بني اسرایېلو- عملونه خپل، او په سمه توګه مو عملونه وکړل، نو د دې بدله ستاسې د فایدې لپاره ده، نو پس الله تعالی بې نیازه دی ستاسې د عملونو نه، او که چیرته تاسې بد کارونه وکړئ نو د هغه انجام هم په تاسې دی، نو پس الله تعالی ته ستاسې نیکي هیڅ فایده نشي رسولی، او ستاسې بدي ورته هیڅ ضرر نشي رسولی، نو کله چې دویم ځل فساد تاسې وکړ، مونږ به په تاسې ستاسې دښمنان مسلط کړو د دې لپاره چې تاسې ذلیل کړي، او بدوالی او ذلت به ستاسې په مخونو باندې ښکاره وګرځوي، د هغو بی عزتیو د وجې نه چې تاسې ته به یې دررسوي، او د دې لپاره چې بیت المقدس ته به ننوځي او خراب به یې کړي لکه څرنګه چې ورته اول ځل ننوتلي وو او خراب کړی یې و، او د دې لپاره چې ورانه به کړي هغه برخه د ښار چې دوی پرې غلبه حاصله کړي په پوره توګه هلاکولو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ