سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۸

عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَنْ يَرْحَمَكُمْ ۚ وَإِنْ عُدْتُمْ عُدْنَا ۘ وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا 8 ٨

نژدې دى چې ستاسو رب به په تاسو رحم وكړي او كه تاسو بېرته وګرځېدئ (سركشۍ ته، نو) مونږ به هم راوګرځو (عذاب دركولو ته)، او مونږ جهنم د كافرانو لپاره زندان ګرځولى دى (۸)

تفسیر
نژدې ده چې رب ستاسې -ای بني اسرایېلو- په تاسې رحم وکړي وروسته د دې سخت انتقام (عذاب) نه که چیرته تاسې هغه ته توبه وویستله، او خپل عملونه مو ښایسته کړل، او که چیرته تاسې بیرته فساد ته په دریم ځل یا زیات د دې نه راوګرځیدئ مونږ به راوګرځو ستاسو سزا درکولو ته، او مونږ جهم بستر ګرځولی دی د هغه چالپاره چې په الله جل جلاله یې کفر کړی دی، چې تل به پکې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ