سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 93)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۹۳
أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِنْ زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَىٰ فِي السَّمَاءِ وَلَنْ نُؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّىٰ تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَقْرَؤُهُ ۗ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنْتُ إِلَّا بَشَرًا رَسُولًا
یا چې تا لپاره د سرو زرو كور وي، یا چې ته پورته اسمان ته وخېژې او مونږ به ستا په (تشو) ختلو له سره ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې ته پر مونږ باندې داسې یو كتاب راكوز كړې چې مونږ يې لولو۔، ته (دوى ته) ووایه: زما رب لپاره پاكي ده، زه نه یم مګر یو انسان (د نورو رسولانو په شان) رالېږل شوى (۹۳)
تفسیر
یا چې وي ستا لپاره یوه کوټه چې پوښل شوي وي په سرو زرو او نورو (جواهرو)، او یا ته اسمان ته وخیژې، او مونږ هیڅکله ایمان نه راوړو په دې خبره چې ته رالیږل شوی یې (پیغمبر یې) کله چې ته اسمان ته وخیژي مګر چې راوړي یو لیکل شوی کتاب د الله تعالی له طرفه چې مونږ پکې دا ولولو چې ته د الله تعالی پیغمبر یې. ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: پاکي ده رب زما لره! نه یم زه مګر یو انسان او پیغمبر لکه د نورو ټولو پیغمبرانو په شان، زه د هیڅ شي د راوړلو ځواک نه لرم، نو زه څنکه کولی شم چې هغه څه راړوم چې تاسې یې وړاندیزونه کړي؟!.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: