سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 96)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۹۶

قُلْ كَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا 96 ٩٦

ته ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې الله ښه كافي ګواه دى، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو باندې ښه خبردار، ښه لېدونكى دى (۹۶)

تفسیر
ووایه -ای پیغمبره-: کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی زما او ستاسې تر منځ په دې خبره چې زه تاسې ته رالیږل شوی یم، او په دې خبره چې ما پوره رسولي تاسې ته هغه څه چې زه پرې تاسې ته رالیږل شوی یم، یقینا دا الله تعالی راګیروونکی دی د خپلو بندګانو احوالو لره، هیڅ شی ترې د هغوی نه پټ نشي پاتي کیدلی، لیدونکی دی په ټولو پټو رازونو د نفسونو (زړونو) د دوی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ