سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 97)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۹۷

وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۖ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِهِ ۖ وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا ۖ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا 97 ٩٧

او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې هغه (الله) يې بې لارې كړی، نو ته به د هغوى لپاره له هغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) له سره ونه مومې او د قیامت په ورځ به مونږ دوى په خپلو مخونو باندې (نسكور) راجمع كړو، چې ړانده او ګونګیان او كاڼه به وي او د دوى اوسېدنځاى به جهنم وي، هر كله چې (د جهنم اور) غلى شي، (نو) مونږ به دوى ته لمبې وهونكى اور ورزیات كړو (۹۷)

تفسیر
او چا ته چې الله تعالی د هدایت توفیق ورکړي نو یقینا دا په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی، او چا لره چې لرې کړي د دې نه او ګمراه یې کړي نو هیچیرې به ته بیا نه مومې -ای پیغمبره- دوی لره دوستان چې د حق طرف ته یې بوځي، او د دوی څخه ضرر دفع کړي، او دوی ته فایدې ورسوي، او راجمع به کړو دوی د قیامت په ورځ چې په مخونو به راښکل کیدلی شي نه به څه ویني او نه به خبرې کولی شي او نه به څه اوري، ځای د ورتګ د دوی هغه چې دوی به ورته ورځي جهنم دی، هر کله چې د دې لمبې په قلاره شي مونږ به یې نورې هم زیاتی کړو په بلولو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ