سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 98)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۹۸

ذَٰلِكَ جَزَاؤُهُمْ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا وَقَالُوا أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا 98 ٩٨

„دا د دوى جزا ده، په سبب د دې چې بېشكه دوى زمونږ په ایتونو سره كفر كړى و او ویل به يې: ایا كله چې مونږ هډوكي او رېژېدلې خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ هرومرو بیا ژوندي كولى شو، په نوي تخلیق سره (۹۸)

تفسیر
دا عذاب چې دوی ته به رسیږي دا بدله د دوی ده په سبب د کفر کولو د دوی زمونږ په رالیږل شوو ایتونو زمونږ په پیغمبر باندې، او په سبب د وینا د دوی د وجې د لرې ګڼلو د دوی دوباره راژوندې کیدلو لره: ایا هر کله چې مونږ مړه شو او زمونږ هډوکي زاړه او وراسته شي، او ټوټي ټوټي ذري ذري شي نو ایا مونږ به د دې نه وروسته بیرته په نوي پيدایش سره راپاڅیږو؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ