ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي په دې قادر دى چې د دوى په مثل (نور) پیدا كړي۔ او هغه د دوى لپاره یوه نېټه مقرر كړې ده چې په هغې كې هېڅ شك نشته، نو ظالمانو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه (۹۹)
تفسیر
آیا نه پوهیږي دا بیرته راژوندي کیدلو نه منکر خلک چې یقینا الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او پیداکړې یې ده ځمکه سره د غټوالي د دې دواړو نه، قدرت لرونکی دی په دې چې پیداکړي د دوی په شان، نو څوک چې په دې قادر وي چې یو غټ شی پیداکړي هغه په دې قادر وي چې د هغه نه وړوکی شی پیدا کړي، او یقینا الله تعالی دوی لره په دنیا کې وخت مقرر کړی چې د دوی زندګي پکې ختمیږي، او دوی لره یې نیټه مقرر کړې د دوی د بیرته راژوندي کولو لپاره چې هیڅ شک پکې نشته، او سره د څرګندوالي د دلیلونو د بیرته راژوندي کیدلو بیا هم مشرکانو پریښې هر یو کار مګر انکار کول په بیرته راژوندي کیدلو باندې سره د ښکاره والي د دلیلونو د هغه.